د سي ای اې پخوانی مشر او افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو پخواني عمومي قوماندان جنرال ډېویډ پټریوس وایي، افغانستان کې د د خونړیو جګړو او اوسني وضعیت مسووله امریکا ده.
جنرال پټریوس په تاره څرګندونو کې زیاته کړې، چې د امریکا تېروتنو افغانستان کورنۍ جګړې ته راوستی دی.
دی وايي، امریکا د سرتېرو په ایستلو او په دغه هېواد کې په بې شمېره بې پرواییو وضعیت ترینګلی کړی او د سرتېرو د ایستلو اوسنۍ بڼه هم ناسمه او د دغه هېواد په زیان دی.
جنرال پټپتریوس زیاته کړې، چې له یوې خوا په افغان حکومت کې فساد، کمزوری مدیریت او سیاسي بې اتفاقي د وضعیت د ترینګلي کېدو سبب شوې ده او له بلې خوا د امریکايي ځواکونو بې وخته او ناسم وتل د جګړو د دوام او مخالفینو ته د روحیې د ورکولو سبب شوي.
بل خوا دغه امریکايي جنرال په پاکستان کې د ترهګرو ډلو او وسله والو طالبانو امن مرکزونه هم د اندېښنې وړ بللي دي.
د سي آی اې پخواني مشر ویلي، څو چې پاکستان په کوټه او بلوچستان کې د طالبانو پر وړاندې اقدام ونه کړي دغه ډله به مذاکراتو ته لیوالتیا پیدا نه کړي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/23212